سي ان ان ټلویزیون د یو امریکایي پوځي چارواکي له خولې ویلي چې امریکا په پام کې لري په نږدې راتلونکي کې ۶۵۰ ځانګړي سرتېري افغانستان ته راولېږي څو د امریکایي سرتېرو د وتلو بهیر وڅاري. راپور کاږي چې د دفاع وزیر جنرال لوید اسټین له ځینې تجهیزاتو سره افغانستان ته د دغه شمېر ځانګړو ځواکونو استول تایید کړي دي. راپور کې وړاندې راغلي چې دغو سرتېرو مخکې هم په سیمه کې ماموریت تر سره کړی دی. ویل کېږي چې دا سرتېري په پرمختللو وسلو او هوایي ځواکونو سمبال دي څو د ګواښونو پر وړاندې د ځان دفاع وکولی شي. د ویلو ده چې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ میلر ویلي وو چې دوی له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو بهیر پیل کړی دی.












