د ستراتېژیست اسټرالیایي خپرونې په افغانستان کې د امریکا د شل کلن حضور په اړه یوه لیکنه خپره کړې ده. لیکنه کې وړاندې راغلي چې په تېرو شلو کلونو کې امریکا د اروپایي ټولنې په ملاتړ په افغانستان کې د ۱۰۰ زره پوځیانو او په کلني ډول د ۱۰۰ میلیارده ډالرو په مصرفولو سره ونه توانېده چې په ډېر کم شمېر طالب جنګیالي مات کړي. د لیکنې یوه برخه کې راغلي چې د امریکا له دومره ډېرو لګښتونو سره سره هیڅوک هم په ډاډه زړه دا نه شي ویل چې د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته به افغان دولت د طالبانو پر وړاندې د مبارزې لپاره مناسب ځواک ولري. د لیکنې په وروستۍ برخه کې راغلي، د ډېریو افغانانو په باور افغانستان د مغرورو امپراطوریو د پرځېدو ځای دی او دا خبره تر ډېره حده رښتیا هم ده ځکه یو ځواکمن هېواد هم په دغه هېواد کې ښه ورځ نه ده لیدلې.
































