په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر ویلي چې امریکا او ناټو د افغانستان له مختلفو اډو څخه د خپلو پوځیانو د ایستلو کارونه پیل کړي دي. هغه ویلي چې د پلان له مخې به دوی د راتلونکي سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې نیټې له افغانستان څخه په بشپړه توګه ووځي. د چین نړیوالې راډیو یادې موضوع ته په اشارې ویلي چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو دغه شل کلنه جګړه بې پایلې پای ته رسېږي او تر شا به یې یو سخت ویجاړ شوی افغانستان پرېږدي. سرچینه کاږي، شل کاله مخې، امريکا د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه په افغانستان کې جګړه پيل کړه خو له امله يې سخت بشري مصيبتونه رامنځته کړي دي. د سرچینې په خبره، د امریکا د جګړې له اصلي موخو څخه یوه یې د طالبانو له منځه وړل و خو د ۲ زره ميليارډه ډالرو په لګولو او د څه باندې ۲۴۰۰ امريکايي سرتېرو په قرباني کولو سره یې نه یوازې طالبان کمزوري نه کړل بلکې دغه ډله په دې وروستیو کې په بېسارې توګه پیاوړي شوې ده او د امریکایي عسکرو تر وتلو وروسته د افغان دولت لپاره په یو ستر ګواښ بدلېدای شي.
































