د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۳۲ میلیونه ډېر کسان په کرونا اخته شوي او تر ۵۷۵ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۵۰ میلیونه ډېر شوی او تر درې میلیونه ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي. په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۲۰ زره او ۵۴۴ تنو ته رسېدلی دی. د دې تر څنګ په برازیل کې ۴۰۱زره او ۱۸۶، په مکسیکو کې ۲۱۶زره او ۲۴۷، په هند کې ۲۰۴زره او ۸۴۷، په بریټانیا کې ۱۲۷ زره او ۵۵۹، په ایران کې ۷۰ زره او ۹۶۶ او په پاکستان کې ۱۷ زره او ۵۳۰ تنه تر دې دمه کرونا ویروس وژلي دي.
































