غزني ولایت کې د امنیتي ځواکونو یوه ستره پوسته د طالبانو له لوري سقوط شوې ده. راپورونه وایي چې دا پوسته د دغه ولایت د مرکز اړوند ارزو سیمه کې سقوط شوې ده. تر اوسه د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی خو د غزني د ولایتي شورا غړي عبدالجامع جامع رسنیو ته ویلي چې د دغې پوستې تر سقوط وروسته ۲۵ امنیتي سرتېري نادرکه دي. هغه خبرداری ورکړی دی چې که چېرته مرکزي حکومت غزني ولایت ته پاملرنه زیاته نه کړي نو دغه ولایت به د طالبانو په لاس سقوط وکړي. تر اوسه پورې د غزني ولایت سیمه ییزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
































