د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي چې که چېرته طالبان د خپلو نورو بندیانو خوشې کېدل غواړي نو باید له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني. نوموړي چې نن یې په کابل کې یوې ګډې امنیتي غونډې ته خبرې کولې د حکومت د سقوط په اړه اوازو ته په اشارې وویل چې افغان حکومت به هیڅکله سقوط ونه کړي ځکه چې افغان ځواکونه د هر ډول ګواښ د دفع کولو وړتیا لري او دغه راز به له افغان امنیتي ځواکونو څخه د امریکا او نړیوالې ټولنې ملاتړ هم دوامداره وي. محب زیاته کړې چې طالبانو لا هم له نړیوالو ترهګرو سره اړیکې نه دي پرې کړې. هغه وویل چې ځینې نورې ډلې هم شته، چې ځینې بریدونه او فعالیتونه کوي؛ خو دغه ډلې د طالبانو له همکارۍ پرته فعالیت نه شي کولی. محب په لوګر کې شوې پرونۍ موټربم چاودنې ته په اشارې پر طالبانو توندې نیوکې وکړې، ده دغه ډله د پاکستان د استخباراتي ادارې لاسپوڅې وبلله چې په وینا یې پر افغانانو هیڅ رحم نه لري.
































