سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

خانه دانش د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 2, 2021
in پوهنتون
0
خانه دانش د لوړو زده کړو موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

خانه دانش د لوړو زده کړو موسسه چې په تخار ولایت کې موقعیت لري، په ۱۳۹۰ کال کې یې له انسټېټیوټ څخه د لوړو زده کړو موسسې ته ارتقاع وکړه. د یادې موسسې د علمي معاون ښاغلي عبدالواحد حماد په وینا، خانه دانش د لوړو زده کړو موسسې د پیل پر مهال یوازې د اقتصاد پوهنځی درلود چې د څلورو ډېپارټمنټونو په چوکاټ کې یې درسي چارې پر مخ بېولې، خو په ۱۳۹۳ کال کې یې له لوړو زده کړو وزارت څخه د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي جواز هم تر لاسه کړ، چې اوسمهال دغه موسسه د دوو پوهنځیو او شپږو ډېپارټمنټونو په درلودو سره فعالیت کوي.

ښاغلي حماد وویل، دوی په حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې دوه ډېپارټمنټونه، قضا او څارنوالي او اداره او ډيپلوماسي، او په اقتصاد پوهنځي کې هم څلور ډېپارټمنټونه لري چې محصلین پکې پر لوړو زده کړو بوخت دي.

د ښاغلي حماد په وینا، خانه دانش د لوړو زده کړو موسسه د زرو په شاوخوا کې محصلین لري چې له دې ډلې يې ۳۵ سلنه ښځينه محصلینې او پاتې نور یې هلکان تشکیلوي.

 ښاغلي حماد زیاته کړه، دوی په خانه دانش د لوړو زده کړو موسسه کې د ماسټرۍ پروګرام درلود، خو د کرونا ناروغۍ د ګواښونو له امله یې چارې وځنډېدې، له همدې امله یې د ایران هېواد له یوه پوهنتون سره د تفاهم لیک پر بنسټ د دغه پروګرام چارې یاد پوهنتون ته وسپارلې. د ښاغلي حماد په وینا، تمه ده چې د کرونا ناروغۍ په له منځه تلو سره به یو ځل بیا د خانه دانش په لوړو زده کړو موسسه کې د ماسټرۍ پروګرام پيل شي.

د خانه دانش د لوړو زده کړو موسسې علمي معاون همدا راز وویل، دوی تر دې دمه له خپلو دواړو پوهنځیو څخه په پنځو دورو کې تر ۲۸۰ پورې محصلین فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

ښاغلي حماد وویل، دوی هر کال په مختلفه کچه نوي محصلین جذب کړي دي، داسې چې په ۱۳۹۷ کال کې یې ۳۰۰ تنه، په ۱۳۹۸ کال کې یې ۴۲۳ تنه او په ۱۳۹۹ کال کې یې تر ۳۸۰ تنو پورې نوي محصلین جذب کړي او د لوړو زده کړو امکانات یې ورته برابر کړي دي.

د خانه دانش د لوړو زده کړو موسسې یاد مسوول زیاته کړه، دوی خپلو محصلینو ته د هر سمیستر په فیس کې تر ۵۰ سلنه پورې تخفیف ورکوي. د نوموړي په وینا، د دوی د هر پوهنځي سمیستر وار فیس په لوړو زده کړو وزارت کې ۱۵۰۰۰ افغانۍ ثبت شوی دی، خو دوی د خپل ځانګړي تخفیف په پام کې نیولو سره له محصلینو څخه هر سمیستر ۸۰۰۰ افغانۍ اخلي.

ښاغلي حماد همدا راز وویل، دوی له هغو محصلینو څخه چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه وي او یا له مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان وي، هېڅ ډول فیس نه اخلي او په وړیا توګه ورته د لوړو زده کړو اسانتیاوې برابروي.

ښاغلي عبدالواحد حماد وویل، دوی د ورځې په دوو ټایمونو کې خپلې درسي چارې پر مخ بیایي، چې یوه یې سهارنۍ دوره ده او بله یې هم ماښامنۍ دوره.

ښاغلي حماد زیاته کړه، دوی په خانه دانش د لوړو زده کړو موسسه کې ټول ۴۳ استادان لري، چې له دې ډلې یې ۲۱ د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او پاتې نور یې لسانس دي.

د ښاغلي حماد په وینا، دوی د خپلو محصلینو لپاره د پوهنتون په سطحه لوی کتابتون لري چې شاوخوا شل زره جلده مختلف کتابونه پکې شته او پر دې سربېره هر پوهنځی خپل ځانګړی کتابتون هم لري، چې د مسلک اړوند کتابونه پکې موجود دي او محصلین کولای شي خپل د اړتیا وړ مالومات ترې تر لاسه کړي او وخت ناوخت مطالعه پکې وکړي.

ښاغلي حماد وویل، دوی د هېواد د ننه له ځینو پوهنتونونو سره علمي اړیکې لري، چې د یادې موخې لپاره یې د تخار او بدخشان پوهنتونونو اتحادیه رامنځته کړې ده او پر دې سربېره په تخار ولایت کې د لوړو زده کړو څلورو د خصوصي موسسو اتحادیه لري، چې په هغوی کې پیمان، راه سعادت، خانه دانش او یوه بله د لوړو زده کړو خصوصي موسسه غړیتوب لري او له همدې لارې یو له بل سره د اکاډمیکو اړیکو پر بنسټ خپلې علمي تجربې شریکوي.

ښاغلي عبدالواحد حماد زیاته کړه، دا چې د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته تر دې دمه د فارغو محصلینو ډيپلومونه نه دي ورکړل شوي، نو دوی هم خپلو فارغو محصلینو ته په لوړو زده کړو وزارت کې ثبت او راجستر شوي ترانسکرېپټونه ورکوي څو محصلین وکولای شي چې له حقوقو یې ګټه واخلي.

ښاغلي حماد وویل، دوی د خپلو محصلینو د علمي سویې د لوړاوي په موخه ډېر امکانات لري، د بېلګې په توګه، وړیا انټرنېټ کلپ، کمپیوټر لب، ښوونیز سمینارونه، ورکشاپونه، د اقتصاد پوهنځي د محصلینو لپاره د عملي کار پروګرامونه، دولتي قضایي ادارو ته د عملي کار او تمثیلي محکمو د دایرولو په موخه د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د محصلینو لېږل او داسې نورې هغه اسانتیاوې دي، چې خانه دانش د لوړو زده کړو موسسه یې د خپلو محصلینو د علمي سویې د لا بډاینې په موخه تر سره کوي.

ښاغلي حماد زیاته کړه، دوی د موسسې د لا پرمختګ او ښه والي په موخه پنځه کلن ستراتیژیک پلان چمتو کړی، چې له ۱۳۹۹ کال څخه تر ۱۴۰۳ کال پورې د پلي کېدو وړ دی، چې د یاد پلان په ترڅ کې به له ټولو نړیوالو سټنډرډونو څخه ګټه واخلي او د پوهنځيو، کتابتون، د محصلینو د علمي سویې د لوړولو او د تضمین کیفیت مرحلو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه وشي او د موسسې د لا بډاینې په موخه به یې عملي کړي.

ښاغلي حماد په خپلو خبرو کې وویل، دوی له لوړو زده کړو وزارت څخه غوښتنه کوي څو د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو چارو ته د رسېدو په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي. د نوموړي په وینا، دا چې په هېواد کې د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو شمېر زیات دی، خو په لوړو زده کړو وزارت کې یې د اړوندو چارو د پر مخ بېولو لپاره یوازې پنځه ویشت کار کوونکي پر دنده ګمارل شوي دي، چې همدا د لوړو زده کړو موسسو د چارو د نه پرمختګ او ځنډ لوی لامل دی. نوموړي له لوړو زده کړو وزارت څخه هیله وکړه څو د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو د معینیت په چوکاټ کې یوه اداره رامنځته کړي، څو وکولای شي چې د یادو موسسو اړوندو چارو ته په وخت رسیدګي وکړي او ستونزې یې حل شي. نوموړي همدا راز زیاته کړه، دا چې خصوصي موسسې د دولت یوه مرستندویه برخه ده، نو له دولت څخه غواړي څو یادو موسسو ته لا ډېره پاملرنه وکړي، توپيرونه په پام کې ونه نیسي او اړوندو چارو ته یې پر وخت رسیدګي وکړي.

Previous Post

د لوګر پېښه؛ د تکرار وېره او حللاره

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
په پل علم کې موټربم برید ۱۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

اکتوبر 27, 2020

European Roulette Australia

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved