د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په پلازمینه تاشکند کې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره پر افغان سوله خبرې کړې دي. دواړو لورو ټینګار کړی چې د افغان سولې لپاره باید سیمه ییزه او نړیواله اجماع پیاوړې شي او په خبره یې سیمه ییز، نړیوال او افغان لوري باید د سولې او سیاسي حل لپاره خپلې هر اړخیزې هڅې ډېرې کړي. ازبکستان ډاډ ورکړی چې د افغان جګړې د سیاسي حل په برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو همدا راز په سیمه کې د لویو اقتصادي او انکشافي پروژو پر پيلولو او عملي کولو هم خبرې کړې دي، څو په دې توګه د افغانستان او سیمې په اقتصادي وضعیت کې ښه والی راوستل شي.
































