باسټن هېرالډ ورځپاڼې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو په اړه یوه لیکنه خپره کړی دی. لیکنه کې له افغانستان څخه د ټولو امریکایي سرتېرو د ایستلو په اړه د جو بایډن پر پالیسي نیوکې شوې دي. د لیکوال په باور، له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته به نه یوازې افغانستان کې وضعیت ډېر ترینګلی شي بلکې امریکا به هم د وخت په تېرېدو د خپلې دې تېروتنې درنه بیه پرې کړي. د لیکنې یوه برخه کې راغلي، امریکایي ډیپلوماټان هڅه کوي چې طالبان د خبرو مېز ته حاضر کړي خو مهمه دا ده چې طالبان له افغان حکومت سره رغنده خبرو ته وهڅول شي او مجبور کړل شي چې تاوتریخوالی ودروي. د لیکنې وروستۍ برخه کې په افغانستان کې وروستي تاوتریخوالي ته په اشارې راغلي چې امریکا باید وضعیت ته جدي پام وکړي او پرې نه ږدي چې په افغانستان کې تر لاسه شوې لاسته راوړنې له منځه لاړې شي.
































