امریکا وایي سیمه او نړۍ اجازه نه ورکوي چې طالبان د زور له لارې ځان واک ته ورسوي. په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې زلمي خلیلزاد او په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر له افغان چارواکو سره د سولې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي. په اعلامیه کې راځي چې زلمي خلیلزاد له افغان حکومت د ملاتړ ډاډ ورکړی دی او ټینګار یې کړی چې د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي. سرچینه د خلیلزاد له خولې لیکي، چې نړیوال او سیمه ییز هېوادونه په هېڅ صورت طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې د جګړو له لارې خپلو موخو ته ورسېږي، بلکې دوی باید مذاکرات وکړي او جګړې کمې کړي. هغه ټینګار کړی چې افغان جګړه نظامي حل نه لري. خلیلزاد تېره ورځ له ولسمشر غني سره کتلي وو او ارګ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي وو، چې په لیدنه کې د سولې اړوندو مسایلو باندې خبرې شوې دي.












