د ډیلي مېل ورځپاڼې په افغانستان کې د طالبانو له لوري وروستي تاوتریخوالي ځانګړې توګه هلمند کې د طالبانو وروستیو بریدونو ته په اشارې راپور ورکړی دی چې له دغه ولایت څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته طالبانو پراخ بریدونه پیل کړي دي او امریکا ته په کار نه وه چې د ټولو سرتېرو د ایستلو تېروتنه یې کړې وای. راپور کاږي که څه هم افغان ځواکونه پیاوړي دي او کولی شي د طالبانو د بریدونو پر وړاندې لکه څنګه چې په هلمند کې مقاومت کوي په نورو سیمو کې هم مقاومت وکړي خو د وخت په تېرېدو به یې پایلې ښې نه وي. راپور کې وړاندې راغلي چې په دې وروستیو کې نه یوازې په هلمند بلکې په ټول افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی چې دې چارې د سولې پر پروسې د افغانانو باور نور هم زیانمن کړی دی. د راپور په وروستۍ برخه کې راغلي چې د اتلانتیک دواړو لوریو ته سیاستوالو خبرداری ورکړی دی چې د دې ګواښ شته چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د بایډن پرېکړه به د قدرت خلا رامنځته کړي، داسې خلا چې طالبان یې د ډکولو هڅه کوي.
































