وسله والو طالبانو افغان رسنیو او خبریالانو ته خبرداری ورکړی دی چې که چېرته خپله بې طرفي ونه ساتي نو د دوی پر وړاندې د هر اقدام پړه به یې هم پر خپله غاړه وي. د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې له څو ورځو راهیسي په یو شمېر رسنیو کې د حکومت د استخباراتي کړیو په اشاره د دوی پر ضد پروپاګند او یو اړخیز نشرات کېږي. نوموړي ویلي چې که خبریالان او رسنۍ خپله بې طرفي ونه ساتي نو د راتلونکو اقداماتو مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي. طالبان دا خبرداری وروسته تر هغه ورکوي چې څو ورځې وړاندې یو شمېر رسنیو د یو بهرني اژانس په حواله راپور ورکړی و چې طالبانو د دوحې تر هوکړې وروسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د اډو ساتنه کړې ده.
































