په افغانستان کې د جګړې ښکېل لوري باید د سولې د راتګ لپاره له نړیوالو تجربو ګټه واخلي. الجزیرې انګلیسي په یوه مطلب کې په افغانستان کې روان وضعیت ته کتنه کړې ده او روانې جګړې یې د جدي اندېښنې وړ بللې دي. سرچینه کاږي داسې مهال چې بهرني ځواکونه له افغانستان وځي، خو د افغانانو ترمنځ خپلمنځي جګړه شدت مومي، دا هر څه د افغانستان په زیان دي. په مطلب کې راځي طالبان باید اوربند وکړي او د سولې لپاره نرمښت وښيي، ځکه جګړه چې هر څومره دوام کوي په پای کې بیا هم طالبان او افغان حکومت اړ دي چې سولې ته سره کېني. د مطلب لیکوال وایي چې د نړۍ ګڼ هېوادونه د سولې د راوستو په برخه کې تجربې لري او ښه به وي چې افغانان له دې تجربو استفاده وکړي او په مرسته یې دلته روانو جګړو ته د تل لپاره د پای ټکی کېږدي.
































