د افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټ (نی) ویلي چې دوی د طالبانو او دغه راز د افغانستان د ملي امنیت له لوري د خبریالانو او رسنیو په اړه خپاره شویو وروسیتو ګواښونو اندېښمن کړي دي. یاد بنسټ ویلي چې افغانستان کې ټولې رسنۍ د ژورنالیزم او د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې فعالیت کوي او د هیچا په ګټه او زیان یې تبلیغات نه دي کړي. د نی په خبره، پر یو مهال د جګړې له دواړو لوریو څخه د رسنیو په اړه له ورته څرګندونو ښکاري چې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ وضعیت ورځ تر بلې د ترینګلتیا پر لور روان دی. یاد بنسټ زیاته کړې چې ورته څرګندونې په ټولنه کې د وېرې او رعب باعث کېږي او د رسنیو او خبریالانو ګواښل د جګړې د نړیوالو قوانینو خلاف عمل او جرم دی نو ښکېل اړخونه دې له ورته څرګندونو په کلکه ډډه وکړي.
































