دغه دواړو هېوادونو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي په داسې حال کې چې طالبانو جګړې شدیدې کړې دي اوس غواړي رسنۍ چوپ کړي او له بېلو لارو یې د دوی د چوپ کولو هڅه کړې ده. سرچینه کاږي د طالبانو دغه عمل په کلکو ټکو غندي او له یادې ډلې غواړي چې نړیوالو بشري حقونو ته درناوی وکړي. د امریکا سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو تل حقایق نه دي منلي او هڅه یې کړې د افغاني ټولنې د حقایقو له برسېره کېدو سره مخالفت وکړي. وسله والو طالبانو د یادو سفارتونو پر څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې رسنیو ته خبرداری ورکړی چې د تبلیغاتو وسیله دې نه کېږي او راپورونه دې په بې طرفۍ وړاندې کړي.
































