ولسمشر غني په هېواد کې وروستي تاوتریخوالي ته په اشارې ویلي، مدني ټولنه باید د طالبانو له لوري د قتل او وینې بهېدنې پر وړاندې دریځ ونیسي او نړیوالو ته د طالبانو جنایت، قتل او وژنې تشریح کړي. نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ویلي چې د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمې ختمې شوې دي. هغه پر طالبانو غږ کړی دی چې باید له پاکستان سره خپلې اړیکې پرې کړي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام دغه راز طالبانو ته په خطاب کې ویلي چې تصمیم د دوی په لاس کې دی، که چېرته افغانان وي نو باید خبرو ته حاضر شي څو د مذاکراتو له لارې د یو او بل په درک کولو سره افغانستان تلپاتې سولې ته ورسېږي.































