د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر د خوندیتوب لپاره په افغانستان کې نورې درانه بم غورځوونکې او جنګي جټ الوتکې ګومارلې دي. د امریکا دفاع وزیر لوید استن ویلي تر یوې اوونۍ لږه موده کېږي چې له افغانستانه د سرتېرو وتل له پلان سره سم روان دي. ده زیاته کړې چې پر نړیوالو پوځیانو تر اوسه کومه مستقیمه حمله نه ده شوې. د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي ویلي چې د ځواکونو د وتلو د بهیر د خوندیتوب لپاره شپږ «B-52» ډوله لیرې واټنه بم غورځوونکې او ۱۲ «F-18» ډوله الوتکې ګومارل شوې دي. له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د مې میاشتې له لومړۍ نېټې پیل شوي او د سپټمبر تر ۱۱مې به دوام کوي. میلي ویلي، د دغو ځواکونو د وتلو د پروسې له پیل راهیسې وسلهوال طالبان هره ورځ د افغان دولت پر اهدافو په اوسط ډول د ورځې له ۸۰ تر ۱۲۰ بریدونه کوي.
































