د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې د سیمییزې اردو درې پوستې او یوه قرارګاه ځواکونو د قومي مشرانو په منځګړتوب پرېښي دي. یوې حکومتي سرچینې رسنیو ته ویلي چې تېره شپه د الینګار ولسوالۍ د «ادهار پٌل پوسته، سندروا پوسته، ګنګل پوسته او منګو سیمه کې د اردو ټولۍ» د قومي مشرانو په منځګړیتوب حکومتي ځواکونو پریښي او ولسوالۍ ته ټول شوي دي. سرچینه وایي چې په دغو پوستو کې هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې. په الینګار کې له تېرو څو ورځو راهیسې په پرلپسې ډول حکومتي ځواکونه خپلې پوستې پرېږدي چې تر اوسه د ملي اردو څلور پوستې، یو ټولۍ همدارنګه د ملي پولیسو دوه پوستې طالبانو نیولي دي. بلخوا د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د منځګړیتوب جرګې غړي ډاکټر ذاکر ویلي چې دوی د حکومت ۱۶ سرتیري ژوندي ژغورلي او الینګار ولسوالۍ ته یې سپارلي. د لغمان ولایتي چارواکي وایي چې الینګار ولسوالۍ کې به بایللې پوستې بیرته ونیسي.
































