امریکا له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د خوندي وتلو لپاره تازه نظامي تجهیزات افغانستان ته را لېږلي دي. د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک مېلي ویلي چې پنټاګون له افغانستان څخه د خپلو ۲۵۰۰ پوځیانو او ۱۶۰۰۰ قراردادیانو د خوندي ایستلو لپاره ۱۸ بي ۵۲ او اف ۱۸ جنګي الوتکې افغانستان ته را استولې دي. نوموړي زیاته کړې چې امریکا غواړي له افغانستان څخه ووځي او دو هیلهمن دي چې دغه بهیر په ښه توګه له کوم ګواښ څخه پرته ترسره شي. د ویلو ده چې امریکا په رسمي توګه د خپلو ځواکونو د وتلو لړۍ یوه اوونۍ وړاندې پیل کړې ده.
































