کورنیو چارو وزارت رسنیو ته ویلي چې د دشت برچي سیمې په نننې چاودنه کې ۳۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان دي. سرچینه وایي چې په وژل شوو او ټپیانو کې هغه نجونې شاملې دي چې تازه له ښوونځي رخصت شوې وې. تر اوسه هېڅ لوري ددې برید مسوولیت نه دی منلی. ملګرو ملتونو، ناټو، اروپايي، برېتانیا، ولسمشر غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي، طالبانو او ګڼو نورو افغان چارواکو دغه برید غندلی دی.
































