د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دغه اعلامیه په ډاګه کوي چې نړیواله ټولنه د افغانانو تر څنګ ولاړه ده او طالبانو ته په کار ده چې ژر تر ژره سوله وکړي. بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ددغه اعلامیې پر بنسټ طالبان باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړې سره سم خپلو ورانکارو فعالیتونو ته د پای ټکی کېږدي او سوله وکړي. سرچینه کاږي له افغان سولې نړیواله او سیمه ییزه اجماع پیاوړې ده او افغان حکومت له ټولو هغو هېوادونو مننه کوي چې په افغانستان کې د سولې او امنیت د راتګ په موخه هڅې کوي.
































