نیویارک پوسټ ورځپاڼې د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یو ښوونځي برید ته په اشارې لیکلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته داسې ښکاري چې په دغه هېواد کې به وضعیت نور هم ترینګلی شي. راپور کاږي، که څه هم د دغه برید پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو افغان حکومت د یاد برید تر شا د وسله والو طالبانو لاس بولي، طالبانو بیا یاد برید کې نه یوازې لاس لرل رد کړي دي بلکې غندلی یې هم دی. د ورځپاڼې په باور که چېرته امریکا همداسې په چټکۍ د خپلو سرتېرو وتلو ته دوام ورکړي او له شرایطو پرته ووځي نو لرې نه ده چې د افغانستان په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې هلیري کلینټن او یو شمېر نورو چارواکو هغه وړاندوینې رښتیا شي چې ویلي یې و له افغانستان څخه به د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته دغه هېواد یو ځل بیا د طالبانو لاس ته ولوېږي او ډېرې ناوړه پایلې به ولري.
































