د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د طالبانو له لوري د اختر په ورځو کې اعلان شوي درې ورځني اوربند ته په اشارې ویلي چې د طالبانو له لوري درې ورځنی اوربند د خلکو د خوشالولو لپاره یو غوره ګام دی خو په وینا یې د روانې جګړې د حل یوازینۍ لار خبرې اترې او دایمي اوربند دی. نوموړي له طالبانو غوښتي چې جګړو ته د پای ټکی کېږدي او د دایمي اوربند په اعلان سره دې د خبرو مېز ته حاضر شي څو له اوسني بحران څخه د هېواد د ایستلو لپاره پر یو پراخ بنسټه سیاسي جوړجاړي توافق ته سره ورسېږي. نوموړي زیاته کړې، تجربو ښودلې ده چې د افغانستان بحران نظامي حل لاره نه لري نو غوره ده چې له فرصت څخه په استفادې په هېواد کې تلپاتې، عادلانه او باعزته سولې ته زمینه برابره کړل شي.
































