فرانسې ویلي چې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکي دي. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په یوه اعلامیه کې په کابل کې وروستی ترهګریز برید په کلکو ټکو غندی او د ښوونځي د زده کوونکو وژل یې نه بښل کېدونکی جنایت بللی دی. نوموړي ویلي دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او د جهالت پر وړاندې به مبارزې ته ادامه ورکوي. مکرون ویلي چې دوی په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دغه هېواد کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکي دي. په کابل کې پر یوه ښوونځي موټربم برید په نړیواله کچه غبرګونونه وپارول. د ګڼو هېوادونو ترڅنګ، ملګرو ملتونو، د ملګرو ملتونو امنیت شورا، اروپايي ټولنه او ناټو هغه نړیوالې ادارې وې چې دغه برید یې غندلی دی.
































