پاکستان وایي دوی یوازې د سولې په برخه کې له امریکا سره مرسته کوي او ددغه هېواد په بله هېڅ جګړه کې به ځان ښکېل نه کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا ته د نظامي اډو د جوړولو لپاره ځای نه ورکوي او په خبره یې له دغه هېواد سره په بله هېڅ جګړه کې مرسته نه کوي. قریشي وایي دا د پاکستاني حکومت سیاست دی چې د افغان سولې په روان بهیر کې به مرسته کوي او د جګړې د ختمولو په لټه کې دي. نوموړي پر طالبانو هم غږ کړی چې د سولې لپاره له رامنځ ته شوي فرصت ګټه واخلي او دلته دې روانه جګړه ختمه کړي. هغه زیاته کړې دا د طالبانو لپاره هم زرین چانس دی، چې له جګړو لاس واخلي، تر سولې وروسته به یې نړۍ په رسمیت وپېژني او له تور لېست به یې د مشرانو نومونه هم و ایستل شي.
































