د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د کوچني اختر په مناسبت په خپل اختریز پيغام کې له طالبانو غوښتي چې له جنګ څخه لاس واخلي او د سولې په اړه له شته فرصت څخه په هېواد کې د سولې او ثبات د ټنګښت لپاره ګټه واخلي، عبدالله ویلي، چې جنګ او وژنه د حل لاره نده. نوموړي ویلي، د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره، په هېواد کې جنګ او تاوتریخوالي ته هیڅ بهانه نه پاتې کیږي، خو که طالبان خپلې جګړې ته دوام ورکوي دا د افغانستان له پرمختګ او ابادۍ سره دښمني ده.
































