ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې په پوره جرات جګړه ودروي او د سولې خبرو ته را مخ ته شي. ولسمشر تېره ورځ ناوخته په ارګ کې له قومي مشرانو او مخورو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې حکومت د جګړې ختمولو ته ژمن دی خو طالبانو تر اوسه سولې ته خپله ژمنتیا نه ده ثابته کړې. دده په خبره که طالبان په رښتیا د سولې غوښتونکي وي نو جرات دې وکړي، جګړه دې ودروي او د سولې خبرو ته دې رامخ ته شي. نوموړي دغه راز ټینګار کړی چې د سولې هېڅ هوکړه به د لویې جرګې له تایید پرته نه عملي کېږي. ده پر قومي مشرانو او مخورو غږ وکړ، څو طالبان سولې ته وهڅوي او دوی اړ کړي چې په لویه جرګه کې له خلکو سره مخامخ خبرو ته کېني.
































