ښايي ولسمشر غني په نږدې راتلونکې کې امریکا ته سفر وکړي. امریکایي سناتور مایکل مک کال ویلي افغانستان په تېره شل کلنه جګړه کې د امریکا متحد هېواد و او د امریکايي حکومت مسوولیت دی چې ددغه هېواد غوښتنې او اړتیاوې واوري. د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې دغه مرستیال همدا راز ویلي چې ولسمشر غني به په نږدې وختونو کې امریکا ته سفر وکړي چې د امریکا سنا ته به هم راشي او سناتوران به ترې پوښتنې ولري. هغه ټینګار کړی چې امریکا باید د افغان حکومت ملاتړ ته ادامه ورکړي او په دغه هېواد کې دې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره جدي او عملي ګامونه اوچت کړي. مک کال د افغان پوځ د ملاتړ او پیاوړتیا پر مسئله هم ټینګار کړی دی او په خبره یې دوی باید د راتلونکو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره پیاوړي کړل شي.
































