د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي چې د برېښنا پایو د لمنځه وړلو په تړاو څوک نه دي نیول شوي. خو له دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ويلي وه، یو شمېر هغه کسان يې نيولي چې په وروستیو کې یې د برېښنا پایو په لمنځه وړلو کې لاس درلود. صالح دغه راز د برېښنا پایو د ساتلو په موخه د جدي تدابيرو نیولو خبر هم ورکړی. په وروستيو دوو اونيو کې د برېښنا ۱۳ پایې په بمونو الوځول شوي چې کابل او يو شمېر ولايتونه يې بې برېښنا کړي. په همدې حال کې برېښنا شرکت ويلي، نن شپه به په موقتي توګه کابل ښار له برېښنا سره ونښلول شي.
































