د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره تلیفوني خبرې کړې دي. په دې تلیفوني مکالمه کې پاکستان یو ځل بیا ټینګار کړی چې له افغان سولې سره بشپړې همکارۍ ته تیار دي او هڅه کوي په دغه پروسه کې رغنده رول ولوبوي. قریشي ویلي دوی ددې ملاتړي دي چې طالبان دایمي اوربند ته تیار شي او روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه شي. هغه ویلي د افغانستان د سولې په برخه کې رښتینې همکارۍ ته تیار دي، خو د بهرنیو ځواکونو پر مسوولانه وتلو یې هم ټينګار کړی دی. امریکايي لوري هم له پاکستان غوښتي چې د افغانستان د سولې له پروسې سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي او په دې توګه په سیمه کې روانه جګړه ختمه کړي.
































