د ولسي جرګې غړي وایي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرول د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ کولی شي. د ولسي جرګې ګڼو غړو د ننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې د اختر په ورځو کې بشپړ اوربند نه و تامین او په ځینو سیمو کې امنیتي پېښو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د خپلو خبرو په دوام وویل چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي او اوربند ته دې ادامه ورکړي. دده په خبره د تاوتریخوالي د ډېرېدو په صورت کې طالبان د سولې خبرې له ځنډ او خنډ سره مخ کوي او د بیګناه افغانانو د وژل کېدو سبب ګرځي. د ولسي جرګې ځینو غړو هم نیوکه وکړه چې د حکومت لخوا هم د سولې لپاره اړین اقدامات او هڅې نه ترسره کېږي او دې هر څه د خلکو ژوند ته خطرونه جوړ کړي دي.
































