اسراییلو په موقت ډول غزې ته د درملو، خوړو او سون توکو بار موټرو د ننوتلو اجازه ورکړې ده. ملګرو ملتونو ویلي، غزه کې هغو لسګونو زره انسانانو ته د بشري مرستو رسول یې لومړیتوب دی چې په تېرو څو ورځو کې بې ځایه شوي دي. اسراییلو کې ټول محدودیتونه لغوه شوي او په پام کې ده چې سر له یکشنبې ورځې ښوونځي بېرته پرانیستل شي. تر ۱۱ ورځو ترینګلتیا وروسته د جمعې په ورځ زرګونه فلسطینیان خپلو مېنو ته ستانه شول. د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ ترینګلتیا تر ډېره غزه ډېره زیانمنه کړه، زرګونه وګړي بې ځایه شوي او سلګونه زره وګړي له اوبو او برېښنا بې برخې شوي دي.
































