د زابل ولایتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په درېوو ولسوالیو کې د څه باندې ۶۲میلیونو افغانیو په لګښت یوه کرنیزه پروژه بشپړه شوه چې له تېر یوه کال راهیسې یې خلکو ته په بېلابېلو برخو کې د کار زمینه برابره کړې وه. یاده پروژه چې یو کال یې دوام وکړ مالي لګښت یې «ORD » موسسې له لوري ورکول کېده او د پلې کېدو چارې یې د خوړو او کرنې ادارې پر مټ مخته وړل شوې دي. دې پروژه کې شاوخوا ۹۳۰ کسانو په بېلابېلو کرنیزو برخو په ځانګړې توګه د باراني اوبو د مدیریت لپاره د ژورو کندو د اېستلو او نورو برخو کې کار وکړ.












