د بښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی. ددغه ادارې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره د ښځينه وو د حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی او د بهرنیو ځواکونو وتلو دا مسئله لا ډېره له ګواښ سره مخ کړې ده. د بښنې نړیوالې ادارې ویلي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ښایي د مېرمنو او ښځو حقونو ته خطر جوړ شي او په دې برخه کې تېرې لاس ته راوړنې له منځه لاړې شې. د بښنې نړیوال سازمان پر نړیوالو غږ کړی چې د افغانستان د سولې او روان وضعیت په اړه مسوولانه چلند وکړي.












