چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

استرالیا په کابل کې په موقتي توګه د خپل سفارت د تړلو پرېکړه کړې ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 26, 2021
in افغانستان
0
استرالیا په کابل کې په موقتي توګه د خپل سفارت د تړلو پرېکړه کړې ده
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پرېکړې سره هممهاله له افغانستانه ځينو ډيپلوماتیکو ادارو هم د وتلو نیت کړی دی. تازه استرالیا ویلي چې په افغانستان کې به خپل سفارت د لنډې مودې لپاره تړي او لامل یې هم امنیتي مسایل یاد کړي دي. بلخوا افغان حکومت بیا ویلي، چې دوی د ډيپلوماتیکو دفترونو او کارکوونکو د امنیت تامین ته ژمن دي او په دې برخه کې د ملګرو هېوادونو اندېښنې بېځایه دي. وسله والو طالبانو هم ډاډ ورکړی چې بهرنيو ډيپلوماتانو او مرستندویه موسسو ته به ګواښ نه جوړوي.

وروسته له هغه چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو پروسه پيل شوه، ورسره جوخت ځينو بهرنیو موسسو او سفارتونو ته هم اندېښنې پیدا شوې. د دوحې د هوکړې پر بنسټ امریکايي او د ناټو نور ځواکونه باید له افغانستان ووځي چې په دې ډله کې استرالیا هم د خپلو سرتېرو د ایستلو لړۍ پيل کړې ده. لا هم استراليايي عسکر په بشپړه توګه له افغانستانه نه دي وتلي، خو استرالیا وایي چې د سرتېرو تر ایستلو مخکې خپل سفارت په افغانستان کې تړي او تر هغه وروسته به یې ټول سرتېري له افغانستان وباسي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

په کابل کې د استرالیا سفارت، د دغه هېواد لومړي وزیر او د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې یې د خپلو ډيپلوماتانو او ماموریت د امنیت د تامین وړتیا او امکانات نه لري، نو له همدې امله یې پرېکړه کړې چې په موقته توګه یې خپل سفارت په کابل کې وتړي. د سرچینې په خبره، دغه پرېکړه یې موقتي ده او همدا چې وضعیت سم شي، بېرته به یې ډيپلوماتان افغانستان ته راستنېږي او خپل ماموریت ته به ادامه ورکوي.

د استرالیا سفارت ټینګار کړی چې په کابل کې یې د سفارت د تړلو پرېکړه له دغه هېواد سره د ډيپلوماتیکو اړیکو د پرېکولو په مانا نه ده، بلکې دوی هڅه کوي له افغانستان سره خپلې اړیکې وپالي او په سیمه کې یې شته ډيپلوماتان به د افغانستان چارې تنظیموي. د سرچینې په خبره: «زموږ ماموریت دوام کوي، د افغانستان اړوند ډيپلوماتان به دلته له کوم بل نږدې هېواد خپلې چارې تنظیموي او وخت ناوخت به افغانستان ته سفرونه کوي».

بلخوا افغان حکومت بیا د استرالیا پر دې پرېکړه غبرګون ښودلی او وایي چې دوی د استراليايي حکومت له دې پرېکړې خبر وو، خو تمه لري چې د سفارت تړل کېدل موقتي وي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي افغان حکومت د بهرنیو ډيپلوماتو او ډيپلوماتیکو دفترونو د امنیت تامین ته ژمن دی او د دغو دفترونو د امنیت لپاره یې ټول امکانات کارولي دي، نو له همدې امله دوی ته ډاډ ورکوي چې هېڅ ډول ګواښ یې فعالیتونو ته متوجه نه دی. د سرچینې په خبره: «موږ ټولو سفارتونو او ديپلوماتیکو مامورینو ته د امنیت ډاډ ورکوو، دوی ته هېڅ راز ګواښ نه دی متوجه او د امنیت لپاره یې بشپړ تدابیر لرو».

وسله والو طالبانو بیا ویلي چې دوی په افغانستان کې بهرنیو ډيپلوماتانو او مرستندویه موسسو ته امنیت ډاډ ورکوي او فعالیتونو ته یې هېڅ راز خطر نه متوجه کېږي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکتر نعیم بهرنیو رسنیو ته ویلي چې دوی په افغانستان کې د مرستندویه موسسو فعالیت ته چې په بشري برخه کې کار کوي زمینه برابروي او ډاډ ورکوي چې هېڅ راز ګواښ یې فعالیتونو ته نه متوجه کېږي.

بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې د عامو افغانانو ترمنځ بیا د ډيپلوماتیکو دفترونو تړل کېدو اندېښنې پارولې دي. په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د سیاسي وضعیت څارونکو او د نظر خاوندانو ویلي چې ډيپلوماتیک ماموریت درېدل او یا د دفترونو بندېدل د جګړې د ښکېلو لورو لپاره د خطر زنګ دی او له دې ښکاري چې دوی د سولې پر ځای پر جګړه تمرکز کړی دی. کاروونکي پر دواړو لورو غږ کوي چې ژر تر ژره د سولې لار خپله کړي او په دې توګه له نړۍ سره جوړ شوي پلونه دې اباد پرېږدي.

Tags: Top
Previous Post

انټوني بلینکن: نړیوال به د غزې لاسنیوي ته وهڅوم

Next Post

د اسټرالیا سفارت تړل کېدل او د ډیپلوماتیکې انزوا د خطر زنګ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د دولت عالي شورا به د سیاسي اجماع سبب شي؟

د اسټرالیا سفارت تړل کېدل او د ډیپلوماتیکې انزوا د خطر زنګ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې تل ابیب ته تللی چې اسراییلو پر غزه سخت هوايي بریدونه کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې تل ابیب ته تللی چې اسراییلو پر غزه سخت هوايي بریدونه کړي

سپتمبر 16, 2025
نړيواله ټولنه بايد د بريتانيې او امريکې د جنګي جنايتونو په اړه بشپړې پلټنې وکړي

نړيواله ټولنه بايد د بريتانيې او امريکې د جنګي جنايتونو په اړه بشپړې پلټنې وکړي

جولای 19, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved