امریکا له افغانستان تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې د ګواښونو د ختمولو لپاره هېڅ پلان نه لري. د امریکا په سنا کې د اقلیتونو رهبر سناتور مک کانل په تازه څرګندونو کې د افغانستان په اړه د بایډن پر تګلاره سخته نیوکه کړې ده. دده په خبره په دغه هېواد کې جګړې لا هم روانې دي او کره اسناد شته چې ښيي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به القاعده شبکه په افغانستان کې بیا پیاوړې شي او سیمې ته به خطرونه جوړ کړي. دده په وینا امریکا به له لرې ځایه په افغانستان کې د ګواښونو پر وړاندې مبارزه و نه شي کړی او نه به هم د طالبانو د جګړو او واک غوښتنې مخه ونیولی شي. مک کانل د بايډن تګلاره ناکامه بللې ده او په خبره یې روان وضعیت به تر هر څه وړاندې امریکا ته خطرونه او ګواښونه جوړ کړي.


































