د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې چې د افغانستان دننه او بهر یو شمېر عناصر شته چې نه غواړي په افغانستان کې سوله ټینګه شي. شاه محمود قریشي اروپایي پارلمان سره په یوه ویډیویې غونډه کې د دغو عناصرو د نوم له اخیستلو پرته وویل چې د دغو مخربو عناصرو د دسیسو څارنه باید وشي. نوموړي په دغه وینا کې د طالبانو په ګډون د افغانستان د جګړې د ټولو ښکېلو اړخونو څخه وغوښتل چې د یو سرتاسري اوربند د ټینګېدو لپاره تاوتریخوالی کم کړي. هغه په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړه کچه ستره اندېښنه وګڼله. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اروپایي وکیلانو ته وویل د افغانستان د سولې له بهیر څخه د پاکستان ملاتړ د دې سبب شو چې د امریکا او طالبانو د سولې موافقه لاس لیک شي. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه لري او سیاسي تفاهم د پرمختګ یواځنۍ لار ده.
































