روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۹۷۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره په همدې موده کې پر یادې ناروغۍ اخته ۱۸ تنه مړه شوي او ۱۵۷ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د نویو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو ټول شمېر ۷۰۱۰۷ ته، د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه زره او ۲۸۹۹ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۷۵ زره او ۱۱۹ ته لوړ شوی دی. د ویلو ده چې په تېرو څو ورځو کې یو ځل بیا پر کرونا د اخته کسانو شمېر ډېر شوی دی او کابل ښاروالي هم خبر ورکړی دی چې تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې به د ودونو تالارونه چې د دغه ویروس د خپرېدو مهم لاملونه دي، وتړي.
































