د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عملیاتي مرستیال رئوف مازو له افغانستان سره د کډوالو او بېځایه شوو کورنیو په برخه کې د نړیوالې ټولنې د مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده. نوموړي افغانستان ته د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې ویلي چې په افغانستان کې د جګړو له امله ګڼ کسان بېځایه شوي او همدارنګه ګڼو کسانو د خپل امنیت لپاره په بهر کې پناه اخیستې ده. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې په خپلې اعلامیې کې د مازو له قوله ویلي چې افغانستان په یو حساس او تاریخي پړاو کې قرار لري، د سولې ټینګېدو لپاره د پرله پسې هڅو په دوام، په بشري او پراختیايي برخو کې هم باید په یوه وخت کې فعالیتونه زیات شي. هغه په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي له امله د بېځایه شوو کورنیو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
































