د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي وایي طالبان لا هم د جګړو له لارې واک ته پر رسېدو ټینګار کوي. ددغه پلاوي غړی حفیظ منصور وایي طالبانو د راتلونکې حکومت د څرنګوالي په اړه ددوی یو وړاندیز هم نه دی منلی خو ټینګار کوي چې دوی د بشپړ اسلامي حکومت غوښتونکي دي. دده په خبره طالبان په دې باور دي چې د جګړو له لارې باید واک ته ورسېږي او وروسته تر هغې په خپله خوښه حکومت جوړ کړي. هغه زیاته کړې چې مشارکتي حکومت جوړول د ټولو اړخونو په ګټه دی او طالبان باید په دې پوه شي چې د جګړو دوام او نظامي فشار دوی بریا ته نه شي رسولی.
































