د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ویلي چې د سولې پروسه کې به د افغانانو تېرې شل کلنې لاسته راوړنې او د مېرمنو حقونه خوندي وي. نوموړي تېره شپه په سپیدار ماڼۍ کې د مرکچي پلاوي له ښځینه غړو او د ښځو د حقونو له یو شمېر فعالانو سره په لیدنه کې ټینګار کړی دی چې افغانستان به بېرته تېر ته ونه ګرځي. عبدالله د سولې پروسه کې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې ویلي چې د سولې په پروسه کې د افغانانو لاسته راوړنې، د مېرمنو ځای او حقوق خوندي او غښتلي کیږي. د نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال دي چې د حکومت د مرکچي پلاوي غړي حفیظ منصور بیا ویلي چې طالبان د سولې له هیڅ یوې طرحې سره موافقه نه کوي او غواړي د جګړې له لارې واک ته ورسېږي.
































