د نېشن خپرونې ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو له وتلو سره سم د دغې جګړې په لړ کې نیول شوي بندیان چې اوسمهال په ګوانتانامو کې ساتل کېږي باید خوشې او دغه زندان د تل لپاره وتړل شي. خپرونه کاږي، ولسمشر بایډن د افغان جګړې د پای ته رسېدو اعلان کړی دی نو اوس چې دغه جګړه پای ته رسول کېږي نو د امریکا پر ضد د جګړې په تور نیول شوي بندیان هم باید خوشې شي ځکه نور په یاد زندان کې د نیول شویو زندانیانو ساتل کېدل هم توجیه نه لري. د دغې خپرونې د معلوماتو له مخې، ګوانتانامو زندان کې اوسمهال ۲۸ زندانیان ساتل کېږي. دا بندیان د جګړې د قانون پر بنسټ په دې تور چې د افغانستان په جګړه کې یې برخه اخیستې یا یې د امریکا او نورو متحدینو پر ضد د پوځي ځواک ملاتړ کړی دی نږدې شل کاله مخکې نیول شوي دي.
































