چین د افغانستان د سولې په مسئله کې رغنده او اغېزناک رول لوبولی شي. په چین کې افغان سفیر جاوید احمد قایم په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې افغان حکومت مذاکراتو ته ادامه ورکوي او ټولې دروازې یې د خبرو او مذاکراتو پر مخ پرانیستې دي. دده په وینا د سیمې د هېوادونو رول په تېره د چین رول د افغان سولې په راوستو کې خورا مهم او اغېزناک دی. هغه ویلي چې د چین هڅو ته په درنه سترګه ګوري خو له دغه هېواد د لا ډېرو همکاریو تمه لري څو په افغانستان کې دایمي سوله رامنځ ته شي او روانې جګړې د تل لپاره پای ومومي. هغه زیاته کړې چې د افغانستان ثبات په اوسني عصر او راتلونکې کې د ټولې سیمې لپاره مهم دی او دلته به د پراخو اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو د رامنځ ته کېدو سبب شي.
































