د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په تېرو پنځو میاشتو کې یې په کابل کې له ۸۵۰ ډېر اېښودل شوي ماینونه خنثی کړي او عاملین یې د زندان د میلو تر شا د اعدام په تمه شپې او ورځې سبا کوي. نوموړي له کابل ښاریانو غوښتي چې په موټرونو کې د سپرېدو او ښکته کېدو پر مهال مشکوکو پېښتو ته پام وکړي. صالح دغه څرګندونې داسې مهال کړې دي، چې تېر ماښام د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د اهل بیت جومات سره پر یوه کاسټر موټر د ماین د چاودنې له کبله ۱۰ تنه ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول. له دې وړاندې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ویلي وو، چې ولسمشر ته یې د کابل د لوېدیځ د امنیت یوه طرحه سپارلې ده، خو تر اوسه پورې عملي شوې نه ده.
































