په برېتانیا کې د لومړي ځل لپاره د کرونا له امله د مړینې پېښه نه ده ثبت شوې. د برېتانیا روغتیايي چارواکي وایي چې په وروستیو لسو میاشتو کې دا لومړۍ ورځ ده چې د کرونا له امله کومه مړینه نه ده رامنځ ته شوې خو مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د راپورونو له مخې په برېتانیا کې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې تر ۳ زره ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي او په دې ډله کې ډېری یې د کرونا ویروس د هندي بڼې پېښې دي. برېتانیايي روغتیايي چارواکو ویلي دوی ټول تدابیر لري، څو د کرونا وبا د لا پراختیا مخنیوی وکړي. بلخوا په هند کې هم د تېرو ورځو په پرتله د مثبتو پېښو په ثبت کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
































