په هرات ولایت کې له وسله والو طالبانو سره نښتو کې څلور پولیس وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان شوي دي. د چارواکو په وینا دغه پولیس تیره شپه د هرات ولایت په فارسي او ګلران ولسوالۍ کې مړه او ټپیان شوي دي. د هرات والي سید وحید قتالي ویلي چې په یادو نښتو کې د فارسي ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ سرپرست او یو بل پولیس وژل شوي او پنځه پولیس ټپيان شوي دي. د نوموړي په وینا په ګلران ولسوالۍ کې هم دوه پولیس د طالبانو په برید کې وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي. د هرات والي په وینا د ګلران ولسوالۍ د امنیت امر هم د طالبانو لخوا نیول شوی دی.
































