پخواني ولسمشر یو ځل بیا ویلي چې په هېواد کې روانه جګړه پردۍ او تپل شوې جګړه ده. پخواني ولسمشر په یوه خپره کړې اعلامیه کې په هلمند کې پر ملکي وګړو برید او په کابل کې په وروستیو کې پرله پسې چاودنې به کلکو ټکو غندلې دي او هغه یې بشر ضد جنایت بللی دی. نوموړي زیاته کړې چې په هېواد کې روانه جګړه پردۍ، تحمیلي او د نورو د ګټو لپاره روانه ده او ښه به وي چې ژر تر ژره پای ته ورسول شي. پخواني ولسمشر د جګړې پر ښکېلو لورو غږ کړی دی چې د جګړې پر ځای دې د سولې لار خپله کړي، مذاکرات دې چټک کړي او د خپل هېواد ورانول دې ودروي. هغه ټینګار کړی چې ژر تر ژره دې مذاکرات بېرته پيل شي، د سولې خبرې دې کامیابۍ ته ورسول شي او روان ناورین دې پای ته ورسول شي.











