سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

حکیم سنایي پوهنتون

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 6, 2021
in پوهنتون
0
حکیم سنایي پوهنتون
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

حکیم سنایي پوهنتون چې په بغلان ولایت کې موقعیت لري، په ۱۳۹۱ کال کې یې پر فعالیت پیل کړی دی. د حکیم سنایي پوهنتون د ساینس پوهنځي رییس ښاغلي خالص شریفي وویل، دوی د پیل پر مهال درې پوهنځي معالجوي طب، حقوق او سیاسي علوم او اقتصاد درلودل چې د دوو یا دریو کلونو په تېرېدو یې قابلګي او لابراتوار پوهنځي هم رامنځته کړل. د نوموړي په خبره، په ۱۳۹۴ کال کې یې د خپلو پوهنځیو په دوام ساینس پوهنځی چې پنځه ډېپارټمنټونه لري، هم رامنځته کړ.

د ښاغلي شریفي په وینا، د حکیم سنایي پوهنتون د پوهنځیو ډېپارټمنټونه په دې ترتیب دي: ساینس پوهنځی یې د بیولوژي، کېمیا، فزیک، ریاضي او کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټونه لري. حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی یې د ادارې او ډيپلوماسۍ او قضا او څارنوالۍ ډېپارټمنټونه او اقتصاد پوهنځی یې مالي او پولي ډېپارټمنټ، قابلګي پوهنځی یې عمومي ډېپارټمنټ لري او معالجوي طب پوهنځی یې هم عمومي لوستل کېږي.

ښاغلي شریفي وویل، دوی ټول ۲۵۰۰ محصلین لري چې له دې ډلې یې شاوخوا ۴۰ سلنه ښځینه محصلینې او پاتې نور یې نارینه محصلین تشکیلوي.

نوموړي زیاته کړه، حکیم سنایي پوهنتون تر دې دمه په پنځو دورو کې د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې محصلین فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

ښاغلي شریفي همدا راز زیاته کړه، دوی د ځینو ستونزو له امله تر دې دمه د ماسټرۍ پروګرام نه لري؛ خو هڅه کوي چې په نږدې راتلونکي کې په حکیم سنایي پوهنتون کې د ماسټرۍ پروګرام هم پیل کړي.

د حکیم سنایي پوهنتون یاد مسوول په خپلو خبرو کې وویل، دوی خپلو محصلینو ته په ځانګړي چوکاټ کې تخفیف وړاندې کوي، داسې چې د دولت لخوا ورپېژندل شوو محصلینو ته په خپله سمیستر وار فیس کې چې ۱۵۰۰۰ افغانۍ دی، تر ۵۰۰۰ افغانیو پورې تخفیف ورکوي. پر دې سربېره، د شهیدانو او معلولینو او د دولتي او نظامي برخې کارکوونکو لکه سرتېرو او عسکرو ته هم تر ۵۰ سلنه پورې تخفیف وړاندې کوي.

ښاغلي خالص شریفي وویل، دوی هر کال په مختلفه کچه نوي محصلین جذبوي، که څه هم شمېر یې په دقیق ډول مالوم نه دی؛ خو دا چې هر کال شاوخوا ۶۰۰ محصلین فارغوي، په همغه اندازه هر کال نوي محصلین هم جذبوي او د لوړو زده کړو اسانتیاوې ورته برابروي.

د ښاغلي شریفي په وینا، دوی د ورځې په دریو درسي ټایمونو کې خپل محصلین د زده کړو لپاره راغواړي، چې یوه یې سهارنۍ دوره، بله یې له غرمې وروسته او درېیمه یې هم د شپې دوره ده، چې محصلین پکې خپلو درسونو ته حاضرېږي.

ښاغلي شریفي همدا راز زیاته کړه، دوی د خپلو محصلینو لپاره مجهز کتابتون لري چې د هر پوهنځی اړوند لسګونه تخصصي کتابونه پکې دي او پر دې سربېره، الکترونیکي کتابتون هم لري چې محصلین کولای شي وخت ناوخت مراجعه ورته وکړي، مطالعه یې کړي او خپل د اړتیا وړ مالومات ترې تر لاسه کړي.

د حکیم سنایي پوهنتون د ساینس پوهنځي رییس ښاغلي خالص شریفي همدا راز وویل، دوی په هر پوهنځي کې د ۲۰ او ۲۵ په شاوخوا کې استادان لري، چې ډېری یې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او پاتې نور یې لسانس دي.

ښاغلي شریفي وویل، دوی په هېواد کې د ننه او له هېواده د باندې له ځینو پوهنتونونو او علمي مرکزونو سره علمي او اکاډمیکې اړیکې لري، چې له مخې یې ډېری وخت خپل محصلین او استادان د لا نورو زده کړو او د هغوی له تجربو د ګټې اخیستنې لپاره ورلېږي. د نوموړي په وینا، په هېواد کې د ننه د بغلان ولایت له دولتي پوهنتون او څو نورو شخصي پوهنتونونو سره علمي اړیکې لري او له هېواده د باندې یې د هند او تاجکستان هېوادونو له یوه یوه پوهنتون سره علمي تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي، چې پر بنسټ به یې په نږدې راتلونکي کې خپل استادان د ماسټرۍ پروګرام لپاره هلته ولېږي او د هغوی په همکارۍ به په حکیم سنایي پوهنتون کې د ماسټرۍ پروګرام رامنځته کړي.

د ښاغلي خالص شریفي په وینا، دوی تر دې دمه د خپلو دوو یا دریو دورو فارغو محصلینو ته په لوړو زده کړو وزارت کې ثبت او راجستر شوي ډیپلومونه ورکړي دي او پاتې نورو یې په لوړو زده کړو وزارت کې د خصوصي پوهنتونونو د چارو په برخه کې د ځینو ستونزو او د چارو د ځنډني پرمختګ له امله ډيپلومونه نه دي تر لاسه کړي، چې تمه ده په نږدې راتلونکي کې به خپلو ټولو فارغ شوو محصلینو ته د فراغت اسناد وسپاري.

ښاغلي شریفي همدا راز زیاته کړه، دوی د خپلو محصلینو د علمي سویې د لوړاوي په موخه، ځینې پروګرامونه او اسانتیاوې لري لکه د علمي سمینارونو او ورکشاپونو دایرول، مجهز کتابتون، علمي سفرونه، څېړنیز مرکز، IT، علمي څېړنې او داسې نور هغه امکانات دي چې حکیم سنایي پوهنتون یې د خپلو محصلینو د علمي پانګې د لا بډاینې لپاره وړاندې کوي.

ښاغلي خالص شریفي په خپلو خبرو کې وویل، دوی د پوهنتون د لا بډاینې او پرمختګ لپاره خپل ستراتېژیک پلان لري چې د عملي کېدو په صورت کې به یې پوهنتون او علمي چارې لا ښې او اسانتیاوې به رامنځته کړي. درسي سیستم به یې لا ډېر مجهز شي او محصلینو ته به لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته او په دې سره به د محصلینو د زده کړو سطحه نوره هم لوړه شي.

ښاغلي شریفي زیاته کړه، دا چې د امنیت نشتون د دولتي او خصوصي ادارو او په ټوله کې د هېواد لپاره یو ستر ګواښ دی، نو له دولت څخه د دې پدیدې د له منځه وړلو په برخه کې د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه کوي. د نوموړي په وینا، له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي څو د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو استادانو ته د ظرفیت لوړونې په برخه کې ورکشاپونه او سمینارونه دایر کړي. د  استادانو د علمي رتبو د تر لاسه کولو په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي، ښوونیز بورسونه په واک کې ورکړي او لا ډېر امکانات په پام کې ورته ونیول شي څو د دولتي پوهنتونونو د استادانو په څېر پرمختګ او لاسته راوړنې ولري.

د دغه موسسې یاد مسوول وايي چې دوی د لوړه زده کړو له وزارت څخه غواړي، څو د تدریس لپاره ورته یو دایمي ځای ورکړي چې په دې سره به وکړای شي په لا ښه ډول خپلو کارونو ته ادامه ورکړي. د هغه په خبره، د یوه دایمي ځای نشتون یې پر کارونو بد اغېز کړی چې له دې ستونزې یې ډېری وخت محصلین هم شکایت کوي.

Previous Post

د پښتورګو د سوخت لاملونه

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
افراسیاب خټک: مریکا په سیمه کې د جګړو د دوام لپاره پراخ پلانونه لري

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکايي چارواکي: له افغانستان د ځواکونو ایستل به خطرناکې پایلې ولري

امریکايي چارواکي: له افغانستان د ځواکونو ایستل به خطرناکې پایلې ولري

فبروري 21, 2021
د کډوالو وزیر د اقتصاد له وزیر قاري دین محمد حنیف سره کتلي

د کډوالو وزیر د اقتصاد له وزیر قاري دین محمد حنیف سره کتلي

دسمبر 4, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved