افغان حکومت وایي د سولې لپاره بې مخینې فرصتونه رامنځ ته شوي دي. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ملي شورا له ځينو غړو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې نړیواله ټولنه له افغان سولې سره بشپړه همکاري لري او په خبره یې د افغان حکومت او نړیوالو ترمنځ د اړیکو او سیاسی تعاملاتو نوی باب پرانیستل شوی دی. دده په خبره د سولې لپاره د نړیوالو په همکارۍ بې مخیني فرصت رامنځ ته شوی دی چې په هېڅ صورت به ضایع نه کړل شي. نوموړي همدا راز ډاډ ورکړی چې افغان ځواکونه په ټولو سیمو کې د هېواد دفاع ته تیار دي او د ترهرګرو ډلو پر وړاندې د هر ډول مقاومت وړتیا لري. نوموړي تمه ښودلې چې د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي او د روانې جګړې د ختمېدو سبب شي.
































