له تېرو دریو ورځو راهیسې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د سختو جګړو او نښتو له کبله اووه ولسوالۍ سقوط شوي او د جګړې دواړو خواوو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې، د هرات فارسي، د زابل شینکۍ، د غزني ده یک، د نورستان منډول او دواب، د ارزګان ګېزاب او د فاریاب قیصار هغه ولسوالۍ دي، چې په تېرو دریو ورځو کې تر سختو جګړو او نښتو وروسته د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.
په ورته مهال ملي دفاع وزارت بیا وايي چې امنیتي ځواکونو له دغو ولسوالیو تاکتیکي شاتګ کړی او د تازه امنیتي پلان له مخې ډېر ژر به له لاسه وتلې سیمې بېرته د دوی تر کنټرول لاندې راشي. د دغه وزارت ویاندې روح الله احمدزی وايي: «په جګړهييز وضعیت کې تکتیک ته په کتو، مخکې تګ او شاته تګ شته، په سیمې زموږ ځواکونه لا هم شته، خو د امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو او د وضعیت د ښه والي لپاره په یوه نظامي پلان کار کېږي، چې ډېر ژر به ورسره وضعیت عادي حالت ته راوګرځي».
د جګړو له شدت سره جوخت د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او دلته یې له لوړپوړو افغان چارواکو سره پر سولې او دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي. نوموړی هڅه کوي چې د افغان سولې په ټپه درېدلی حالت بدل کړي او د سولې په خبرو کې چټکتیا رامنځته شي. خلیلزاد دغه راز له دواړو لورو غوښتي چې جګړې کمې او پر سولې تمرکز وکړي. هغه زیاته کړې: « هغه وخت را رسېدلی چې دواړه لوري تاوتریخوالی را کم او د سولې جدي او پایله ورکوونکې خبرې پیل کړي».
بلخوا د سولې وزارت چارواکي وايي چې په دوحه د سولې د دواړو مذاکراتي ټيمونو ترمنځ د همغږۍ ناستې پیل شوي او ډېر ژر به د سولې رسمي خبرې هم ورسره پیل شي. د یاد وزارت ویانده ناجیه انوري زیاتوي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې مذاکراتي پلاوي ځینې غړي دوحې ته رسېدلي او پاتې نور به هم ژر ورسېږي، چې د دوی له رسېدو سره سم به د سولې خبرې هم بېرته پیل شي.
په ورته مهال د سیاسي چارو کارپوهان بیا یوې پایلې ته د سولې خبرو د رسېدو لپاره بهرنی فشار اړین بولي او ټينګار کوي، که پر دواړو لورو بهرني فشارونه ډېر نه شي، د سولې خبرې به له خنډ او ځنډ سره مخ وي او په دې سره به جګړې نورې هم ډېرې شي. د سیاسي چارو کارپوه هدایت الله پکتین زیاتوي، چې د افغان سولې د مذاکراتي ټيمونو ترمنځ د خبرو پرله پسې خنډ او ځنډ له کبله د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی اړ کړ، ترڅو افغانستان ته سفر وکړي او د سولې خبرو روان بنبست له منځه یوسي.
په هېواد کې جګړې داسې مهال شدت پیدا کوي چې ټاکل شوې د روان کال تر سپټمبر میاشتې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، خو د سولې خبرې لا هم له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او یوې پایلې ته نه دي رسېدلي.








